پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بنګله دېش د کرېکټ په خپل تاریخ کې لومړی ځل اسټرالیا ته ماتې ورکړه
نیټه: Thu, 31 Aug 2017 13:27:10 +0000

 

کوربه بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د اسټرالیا خلاف تاریخ جوړ کړ، چی دغه لوبډله یې د لومړي ځل له‌پاره په ټیسټ کرېکټ لوبه کې ماتې سره مخ کړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې کوربه لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د درېیمې ورځې تر پایه د اسټرالیا د برلاسۍ سره، سره څلورمه ورځ یې د ۲۰ منډو په توپیر میلمه اسټرالوۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
سیالۍ د بنګله دېش په پلازمېنه ډهاکه کې ترسره شوه، چې د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې له خپلو ۲۶۴ منډو دفاع وکړه او میلمه اسټرالوۍ لوبډله یې هدف ته له رسېدو مخکې په ۲۴۴ منډو وسوځوله.
شکیب الحسن په هراړخیزې لوبې ټولټال ۸۹ منډو او ۱۰ لوبغاړو په سوځولو سره دغوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
اسټرالیا او بنګله دېش د لومړي ځل له‌پاره په ۲۰۰۳ کال کې لومړۍ ټیسټ سیالۍ په اسټرالیا کې ترسره کړه، چې په ترسره شویو ۵ سیالیو کې لومړۍ ۴ ټیسټ سیالۍ اسټرالیا ګټلې وې او د لومړي ځل له‌پاره بنګله دېش بریا خپله کړه.
اسټرالیا په وروستیو ۵ کلونو کي په اسیا وچه کې ۱۴ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، چې یوازې یوه لوبه یي ګټلې، ۱ یې برابره کړې او پاتې ټولې یې بایللی دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته