پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شاهد افریدی کابل ته راځي
نیټه: Thu, 31 Aug 2017 13:28:13 +0000


د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی پښتون لوبغاړی شاهد خان افریدی د افغانستان په ۵ پړاو شپږیزې سوداګریز لیګ کې د لوبېدو رسمي پرېکړه وکړه.
شاهد افریدي د پاکستان کرېکټ بورډ له‌خوا برابرې شوې مخه ښې  غونډې او سیالۍ کې د لوبېدو وړاندیز منلی نه دی.
نوموړی به راتلونکې میاشت کې په ۵ پړاو شپږیزه کې د لوبېدو په موخه د لومړي ځل له‌پاره افغانستان ته راشي.
شاهد افریدی، د افغانستان ترڅنګ په نړیواله کچه هم شهرت او مینه‌وال لري؛ د لومړي ځل له‌پاره د سیالیو په موخه افغانستان ته راځي.
ویل کېږي دغه مشهور کرېکټ لوبغاړی به د سپټمبر په ۱۱مه نېټه پیلیدونکو افغان سوداګریزو شپږیزه لیګ سیالیو کې د سپین غر پړانګان لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
افریدي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي، د سولې پیغام سره د افغانستان په سوداګریزو شپږیزه لیګ سیالیو کې ګډون کوي.
پاکستاني مینه‌والو شاهد افریدي تورن کړ، چې د پاکستان په فکر کې نه بلکې د پیسو په فکر کې دی او داسې یو هېواد ته د سیالیو له‌پاره ځي، چې پاکستان ته د هندوستان په لارښوونه د سیالیو له‌پاره له ورتګ انکار کوي او دغه راز په دوی بېلابېل تورونه هم لګوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته