پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار په ښیوي ولسوالۍ کې دروغتون ډبره کیښودل شوه
نیټه: Tue, 05 Sep 2017 13:30:44 +0000


د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د عامې روغتیا وزارت لخوا د ۱۶ میلونو افغانیو په ارزښت د لس بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د ننګرهار د عامې روغتیا د مسؤلینو پر وینا دغه روغتون به په یو کال کې په اساسې ډول جوړ شي.
د ننګرهار ولایت ښيوې ولسوالۍ بډیالۍ سیمه کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د لس بستریز روغتون د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي .
د دغه روغتيايي مرکز د بنسټ اېښودلو پر مهال د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د بډیالۍ سیمې روغتيايي مرکز د عامې روغتيا وزارت د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د یو جریب ځمکې په ساحه کې جوړیږي .
نوموړي د بډیالۍ سیمې اوسیدونکو څخه مننه وکړه،چې د یاد روغتیایي مرکز د جوړیدو په موخه یې یو جریب ځمکه په شخصي امکاناتو واخیسته او حکومت ته یې د روغتیایي مرکز د جوړیدو په موخه په واک کې ورکړه .
ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، یاد روغتيايي مرکز ته د خلکو له لوري يو جريب ځمکه په وړيا ډول ورکړل شوې، چې د عامې روغتيا وزارت د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت لس بستريز روغتيايي مرکز په کې د یو کال په موده کې جوړیږي.
نوموړي زیاته کړه، په کوز کونړ ولسوالۍ کې پنځه روغتيايي مرکزونه شتون لري، چې د روان کال په ترڅ کې به په سرکنډ، ګمبيري او بوډيالۍ کې ورته يو – يو کلينيک نوي هم جوړ شي،چې تر ډیره کچه به د خلکو روغتیایي ستونزې حل شي .
د ښېوې ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر معلم اکبر د یاد روغتیایي مرکز د چارو د پیل له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، د دې روغتیايي مرکز په جوړیدو سره به د سیمې ۵ زره کورنیو ته روغتیایي سهولتونه برابر شي 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته