پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې لا هم ۴۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري
نیټه: Wed, 06 Sep 2017 13:02:21 +0000

 

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې نهه سوه ښوونځیو څخه نیم یې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي.
د ننګرهار د معارف ریاست مسؤلین وايي اوس هم دلته دښوونېز بهیر پر وړاندي لوي او واړه خنډوونه شتون لري. 
خو ولایتي اداره دښوونځيو لپاره د ودانیو د نه شتون ستونزه مني او ژمنه کوي چي د نوي تعلیمي کال دپیل سره سم به له مرکزي حکومت څخه ښوونځيو ته د ودانیو د جوړولو په هدف مرستي وغواړي. 
په ننګرهار کي ۱۳۹۶ تعلیمي کال په داسي حال کي پیل شو چي پدي ولایت کي د (۹۰۲) بابه ښوونځيو څخه يي اوس هم څلورنیم سوه ښوونځي ودانۍ نلري. 
د ننګرهار دمعارف ریاست مسؤلین وايي لا هم په ننګرهار کي دښوونېز بهیر پر وړاندي لوي او واړه خنډونه شته اوله مرکزي حکومته دستونزو دحل غوښتنه کوي. 
بل پلو دننګرهار والي ددي ولایت په ګرمو سیمو کي دنوي تعلیمي کال دپیل په مراسمو کي دخبرو پرمهال ومنله چي لاهم یوشمېر ښوونځي ودانۍ نلري او ځيني يي دناامنیو له امله دزده کوونکو پر مخ تړل شوي خو ژمنه يي وکړه چې دنوي تعلیمي کال دپیل سره سم به له مرکزي حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو  څخه بي سرپنا ښوونځيو ته دودانیو دجوړولو په هدف مرستي وغواړي. 
دامهال دننګرهار په (۲۰۹) بابه ښوونځیو کي نږدي اته سوه زره ښځينه او نارینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي دمعارف ریاست دمسؤلینو په وینا چي سږکال به بیاهم اتیازره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شاملوي چي نیمايي برخه به يي انجونې وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته