پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاراو هیرات کې لسګونو تنودبرما پرضدلاریون وکړ
نیټه: Thu, 07 Sep 2017 10:36:38 +0000


په ننګرهار او مزار شریف کې لسګونه کسانو دبرما هیواد پر ضد په هغه  هېواد کې دمسلمانانو پر وړاندې د روان زور زیاتي د مخنیوي په موخه لاریون وکړ.
دلاریون ګډونوالو پر نړیوالي ټولني غږ وکړ چې په برما کې دې د مسلمانانو د وژنو مخنیوی وکړي  .
دوی په برما کې د مسلمان وژنه د بشریت ضد عمل وباله او  د مسلمانانو څخه يي د اتحاد غوښتنه وکړه .
 په ننګرهار کي لسګونه کسانو دبرما هیواد پر ضد په هغه هیواد کې دمسلمانانو پر وړاندي دروان زورزیاتي په هدف لاریون وکړه.
دغه لاریون کوونکي په پښتونستان واټ کي راټول شوي وو  او مرګ دبرما په بودايي حکومت او مرګ دهغوي په پلویانو شعارونه يي له ځان سره لیږدول. 
لاریونوالو پر نړیوالي ټولني او دبشري حقونو پر مدافعینو غږ وکړچي په برما هیواد کي دمسلمانانو دوژنو دمخنوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د لاریون ګډونوالو د ټولو اسلامي هیوادونو له مشرانو وغوښتل چي دبرما دبودايي حکومت له لوري دوژل شوو مسلمانانودغچ اخیستو لپاره سره یوځای شي. .
بل پلو په مزار شریف ښار کي هم مدني فعالانو، دیني عالمانو،او ځوانانو دبرما دپوځ له لوري دمسلمانانو وژنه وغندله او دا يي دبشریت ضد عمل وباله. 
دوی هم داسلامي هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د برما دمسلمانانو دملاتړ لپاره دي یوموټی شي تر څو هلته میشت مسلمانان دبرما حکومت دظلم او زور څخه وژغوري. 
 دیادوني وړده چي لس ورځي  وړاندي دبرما هیواد له لوري په هغه هیواد کې دمسلمانانو پر وړاندي دزور زیاتي له امله زرګونه مسلمانان  دمیان مار یا برما هیواد څخه بنګلدیش ته اوښتي او زرګونه نور يي د برما دپوځ له لوري په بي رحمانه ډول وژل شوي چي دي کار په اسلامي هیوادونو کي د خلکو غبرګونونه راپارولي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته