پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خټک: پاکستان اوس هم دتوندلارۍ کارخانې چلوي
نیټه: Thu, 07 Sep 2017 11:00:06 +0000

افراسیاب خټک وايي، د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار تېر کال رسنیو ته وویل، چې دغه هېواد کې د طالبانو مشران شته.
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مهم مشر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي، پاکستان کې دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي او چې دغه کار کوي په ټولنه کې به توندلاري وي.
افراسیاب خټک په پاکستان کې د توندلارۍ زیاتېدلو لامل د جنرال ضیاالحق د مارشلا پر مهال د جهاد پالیسي وبلله او زیاته یې کړه چې دغه مهال د پاکستان دولت توندلاری و او ټولنه یې توندلارې کړه.
نوموړي دا خبره د پاکستان د جوړېدلو د ۷۰ کلیزې په مناسبت له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې کړې.
هغه وویل
"دلته طالبانو پلترۍ وهلې دي، ممنوع ګوندونه دي، غونډې کوي، پرضد یې څه نه کېږي، نو له دې ښکاري چې یو څوک یې ملاتړ کوي".
برېکس په خپله اعلامیه کې د لښکر طیبه او جیش محمد نوم هم یاد کړی چې پاکستا ن کې دي.
د خټک دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان پالیسۍ د بیانولو پرمهال هم وویل، چې د وسلوالو طالبانو پټنځي پاکستان کې دي.
تېره دوشنبه برېکس ټولنې هم د هغو ډلو تاوتریخوالی وغانده چې په پاکستان کې مرکزونه لري.
د پاکستان بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف ځايي رسنیو سره خبرو کې منلې چې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي، او باید د فعالیت مخه یې ونېول شي.
خو افراسیاب خټک وايي، د دې ډلو پرضد عملي ګام نه پورته کېږي او پرضد یې سیاسي اراده هم نشته:
د هغه په خبره، د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار سرتاج عزیز تېر کال په ښکاره رسنیو ته وویل، چې د طالبانو مشرتابه پاکستان کې ده او دا کوم تور نه دی، بلکې د پاکستان د یوه لوړپوړي چارواکي خبره ده.
د هغه په خبره، په بلوچستان کې د کسانو له ورکېدلو او د مړیو موندلو له تور حکومتي ادارې ځان نشي ژغورلی او دوی په وژنو کې ښکېلې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته