پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکۍ یوځانمرګی امنیتي ځواکونوته تسلیم شوي
نیټه: Thu, 07 Sep 2017 13:17:41 +0000

 

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ته یوه هڅول شوي ماشوم ځان امنيتي ځواکونو ته تسليم کړی دی.
دغه راز په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هغه کس هم نيول شوی چې څو ورځې وړاندې يې د ملي اردو دوه سرتېري وروڼه او د هغوي تره وژلي وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ویلي  چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د نور اغا په نوم يو ١١ کلن هلک چې د خپل پلار او ورور له خوا ځانمرګي بريد ته هڅول شوی و، پوليسو ته تسليم شوى دى.
د والي وياند وايي چې د ياد هلک پلار او ورور د وسله والو طالبانو فعال غړي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پولیسو د قاري ياسر په نوم يو کس له داعش وسله والو سره د اړيکو او د ملي اردو د دوو سرتېرو وروڼو او د هغوی د تره د قتل په تور نيولی دی.
دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو د ملي اردو دوه سرتېري چې وروڼه وو او د لوی اختر په رخصتۍ کور ته ورغلي وو، له خپل تره سره يو ځای وژلي وو.
نيول شوي کسان په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته