پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې یودیني عالم اوکاپيسا دعلماءشورا مشروژل شوي
نیټه:

 

 ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې  د حزب الله په نوم يو ديني عالم پر  ډزو وواژه .

د ننګرهار  د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي وويل چې دغه ديني عالم د چپرهار په ډاګو سيمه کې د يو جومات ملاامام و .
دى وايي، حزب الله تېره شپه د ماخوستن لمانځه د ادا کولو په موخه جومات ته روان و، چې د ناپېژانده کسانو له لوري  پر  ډزو ووژل شو.
هغه وويل، تر اوسه نه ده څرګنده چې دغه ديني عالم ولې او چا وژلى، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي ديني عالم هېڅ شخصي دښمني نه لرله.  
بلخوا د کاپيسا د علماوو شورا رييس مولوي ګل محمد حنيفيار له خپل يوه ساتونکي سره شنبه سهار د دغه ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ د خم روباى په کلي کې ووژل شو .
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري وويل چې حنيفيار له يوه ساتونکي سره سهار اوو نيمې بجې له خپل کور سره نږدې د دوه موټر سايکل سپرولخوا پر ډزو ووژل شو .
 هغه وويل، د علماوو شورا  د رييس ساتونکى ځاى پرځاى وژل شوى او د علماوو شورا رييس مولوي ګل احمد له سخت ټپي کېدو وروسته پر لاره ساه ورکړه .
تر دامهاله ددې پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د روان لمریز کال په غويي میاشت کې د کاپيسا د ګاونډي پروان ولایت د علماء شورا مشر هم په بمي چاودنه کې ووژل شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته