پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خوږياڼي: ننګرهار کې ٢٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Sat, 09 Sep 2017 10:09:17 +0000

 

سيمه ييز چارواکي وايي، د ننګرهار په هسکه مېنه او خوږياڼو ولسواليو کې په هوايي بريدونو او بمي چاودنه کې ۲۷ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په پاپين، لوی پاپين، ګاګره، لنګرۍ کنډو، شغال او ميا بابا سيمو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۱۸ داعش وسله وال ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.
دى وايي، په دغو بريدونو کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
دغه راز د هغه په وينا، د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د بربهار مياګانو سيمه کې پر وسله والو طالبانو خپل لاسي بم چاودنه کړې ده.
خوږياڼى وايي چې په دغه چاودنه کې يو وسله وال طالب وژل شوی او بل ټپي دی.
داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته