پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لوګر کې يوه پوليس خپل ۵ پوليس وژلي
نیټه: Sat, 09 Sep 2017 12:05:01 +0000

 
د لوګر د محمداغې ولسوالۍ يوه سيمه ييز پوليس د خپلې پوستې پنځه همکار پوليس او يو ملکي وګړى وژلي او د پوستې وسله يې له ځان سره وړې ده .
د لوګر د والي وياند محمد سليم صالح وويل چې دغه پېښه تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو د پړاو سيمې پوسته کې چې د محمد اغې ولسوالۍ اړونده ده، رامنځته شوې .
 ده وويل چې ياد سيمه ييز پوليس د خپلې پوستې پنځه همکار پوليس او يو عام وګړى چې د دغو پوليسو ملګرى و، وژلي دي .    
هغه زياته کړه چې دغه سيمه ييز پوليس له وسله والو طالبانو سره اړيکه درلوده او په پوسته کې موجود مهمات او وسله يې له ځان سره وړي او تښتېدلى دى .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته