پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جمهور رئیس غني په دوه ورځني سفرقزاقستان ته لاړ
نیټه: Sat, 09 Sep 2017 12:49:01 +0000

 

جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ شنبه مازديګر د ساينس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو په لومړنۍ ناسته کې د ګډون په هدف په دوه ورځني رسمي سفر د قزاقستان پايتخت استانې ته لاړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال  ویلي ټاکل شوې جمهوررئیس غني به په دې کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د کنفرانس ګډونوالو ته وینا هم وکړي. او هم به د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو او مقاماتو سره کتې ولري.
له جمهور رئيس غني سره په دې سفر کې د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اريوبي، د معلوماتي ټکنالوژۍ په چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار رفيع الدين ملکزى، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې عمومي رئيس همايون محتاط او د جمهوري رياست عالي مقام دفتر عمومي رياست د ستراتېژيکو اړيکو او رسنيو مرستيال محمد هارون چخانسوري ملتيا کوي.
دا په روان عیسوي کال کې قزاقستان ته د جمهور رئیس غني دوهم سفر دی.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د غبرګولې په میاشت کې هم د شانګهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته