پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کابل کې دکرکټ مینه وال په ډیریدودي
نیټه: Sat, 09 Sep 2017 13:14:33 +0000

 

د شپېږيزې ټکټونه له ۲۰۰ افغانیو تر ۱۰۰ ډالرو نرخونه لري
د محمد هلال هلال پر وینا، کرکټ بورډ کې پخوا د مینه‌والو له‌پاره د ۷ نیم زرو نندارچیانو له‌پاره ځای موجود و؛ خو اوس دوی دغه ظرفیت د ۳ نورو ځایونو په جوړولو سره لسو زرو ته لوړ کړی، چی له‌دې سره هم‌مهاله ۲۰۰۰ نور نندارچیان په ولاړه هم سیالۍ ننداره کولی شي په یو ځلي توګه په ټول میدان کې ۱۲ زره نندارچیان ځایېدلی شي.
هلال دا هم وویل، چې په کرکټ بورډ یې ۵۰۰ ټکټونه پلورلي دي او د دې ادارې هېڅ غړی له ټکټ پرته لوبغالي ته نه‌شي دننه کېدلی.
د نوموړي په خبره، د شپږیزې د امنیت چارې د امنیتي ساتوونکو کار دی او دوی د نندارچیانو د نظم له‌پاره ۱۲۵ تنه کارکوونکي په دنده ګومارلي او د لوبغالي دننه یې د خوراکي توکیو د پلورنځیو ۶ پلورنځي جوړ کړي‌دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په کابل کرکټ لوبغالي کې یې د ۵۰۰ ښځینه نندارچیانو او کورنیو له‌پاره هم ځای چمتو کړی‌دی، چې منظم سیوری به ولري.
په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ یو شمېر مینه‌وال د تېرو کلونو په پرتله د سږ کال شپږیزې له‌پاره د ټکټونو د قیمت له لوړوالي سرټکوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ۶م پړاو فوټبال غوره‌لیګ سیالۍ هم پرون په کابل کې پیل شوې، چې ټکټ یې ۳۰ افغانۍ دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته