
د افغانستان فوټبال فدراسیون په نوښت د افغانستان شپږم پړاو فوټبال غوره لیګ سیالۍ نن په یو په زړه پورو مراسمو سره په کابل کی پرانیستل شوې.
په نننۍ سیالۍ کې د لومړۍ نیمایي ترپایه دفاعي اتله شاهین اسمایي لوبډلي د ۲۰۱۵ کال اتلې د سپین غر بازان لوبډلې ته ۴ د ۳ ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه.
په سیالۍ کې دفاعي اتله لوبډله شاهین اسمایي لوبډله د لوبې له پیله برید کوونکی او وړاندې وه، چې د لومړیو ۴۵ دقیقو ترپایه یې د سپین غر بازان لوبډلې خلاف ۳ ګولونه ترسره کړي وو.
دویمه نیمایي سپین غر بازان لوبډلې هم ښه پیل کړه، د لوبې ترپایه یې ۳ ګولونه ترسره کړل خو د شاهین اسمایي لوبډلې په وړاندې یې د ماتې ځان و نهژغوره.
په شپږم پړاو شپږیزه کې ګډون کوونکي ۸ لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي، چې په لومړي ګروپ کې د دفاعي اتلې شاهین اسمایي ترڅنګ د سپین غر بازان، عقابان هندوکش او د موج های امو لوبډلې لوبیږي.
دغه راز په دویم ګروپ کی بیا د میوند اتلان، سیمرغ البرز، د اباسین څپي او توفان هریرود لوبډلې لوبیږي.
په پام کې ده، چې دروانو سیالیو په دوام به د سبا ورځي په سیالۍ کی د لومړي پړاو اتله توفان هریرود لوبډله له میوند اتلان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي
|