پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شاهد اپریدي وايي افغان کرکټ شپږیزه کې برخه نه اخلم
نیټه: Sat, 09 Sep 2017 13:19:04 +0000

 

په پام کې وه، چې شاهد اپریدی به د سپین غر بازانو لوبډلې له لوري شپږیزه کې ګډون کوي
د پاکستان کرېکټ لوبغاړی شاهد اپریدی وايي، د افغانستان شپږیزه کرېکټ سیالیو کې ګډون نه کوي.، خو اوس اپریدي پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې کابل ته یې خپل سفر لغو کړی دی.
تمه وه، چې شاهد اپریدی به نن 'جمعه ' کابل ته رسېده، چې د دوشنبې پر ورځ شپږیزه کرېکټ سیالیو کې برخه واخلي.
شاهد په خپل پیغام کې دغه راز ویلي، چې د ځینو شخصي مسایلو له کبله اوسمهال نه شي کولای افغانستان ته سفر وکړي، خو په خپل پیغام کې یې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي:
''د افغان حکومت، افغان کرېکټ بورډ او  مسلم یار منندوی یم، چې ما ته یې بلنه راکړه، 
په سږني شپږیزه لیګ کې ټولټال شپږ لوبډلې 'د بست ساتونکي، بند امیر ښاماران، امو نهنګان، د میس عینک اتلان، سپین غر زمریان او کابل بازان ' برخه اخلي.
شپږیزه لیګ د افغانستان د کورني کرېکټ مهم لیګ دی چې د راتلونکی سپټمبر میاشت پر یوولسمه به یې د پنځم پړاو سیالۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ به دوام وکړي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته