پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د سرحدي پولیسو قوماندان پر موټرچاودنه شوي
نیټه: Sun, 10 Sep 2017 10:13:16 +0000

 
 په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان محمد ايوب حسين خېل له يوې چاودنې روغ وتلی خو د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون په کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د قوماندان مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل پر هاموې موټر نن غرمه دوولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د بنغرو سيمې ته څېرمه چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په ياده سيمه کې تر يوه پلچک لاندې ځاى پر ځاى شوي وو او کله چې حسين خېل له کونړ ولايته جلال اباد ته ښار پر لاره و نو د ريموټ کنترول په وسيله پرې چاودنه وشوه.
خوږياڼى وايي چې د  چاودنې له امله د حسين خېل يو ساتونکی او د يوه ماشوم او مېرمنې په ګډون  درې ملکي وګړي ټپيان دي، خو په خپله حسين خېل ته زيان نه دى اوښتى.
بلخوا په سيمه کې عيني شاهدانو ويلي چې په چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله شينواري وويل چې د چاودنې له ځايه ورته څلور ټپيان او يو جسد ور وړل شوی دی.
د يادولو ده، د سرحدي پوليسو قوماندان محمد ايوب حسين خېل تېره ورځ د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره تر جګړې وروسته په ننګرهار کې سرحدي لوا ته راستنېده چې د نوموړي پر هاموې موټر چاودنه وشوه.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته