پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دوسله والوطالبانوقوماندان اومرستیال يي ووژل شول
نیټه: Sun, 10 Sep 2017 10:20:05 +0000

 
 د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي چې پر مهال يي ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لعلپورې ولسوال غالب مجاهد وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ اړوند  بېلې سیمه کې د صفر دوه په نوم افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، عمليات د قوماندان لياقت په نوم د وسله د يوه قوماندان په کور شوي چې خپله دغه قوماندان او مرستيال يې وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، عملياتو کې درې نور طالبان ټپيان شوي هم دي او دغه راز درې ملکي وګړي هم په کې وژل شوي دي.
خو هغه د وژل شوو ملکي وګړو په اړه وويل چې هغوى د وسله والو طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.
ولسوال وايي، عملياتو کې د وسله والو د يوې دهشکې په ګډون يو شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
مجاهد وويل چې د عملياتو پر مهال وسله والو مقاومت هم کړى خو امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو په دې اړه لا تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته