پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کاپيسا د عالمانو شورا رئيس د وژنې په تور ۶ تنه ونيول شول
نیټه: Sun, 10 Sep 2017 10:27:16 +0000

 
د کاپيسا  د علماوو  شورا د رييس د وژنې په تور شپږ کسان نيول شوي دي.
د کاپيسا د والي ویاند قيس قادري وويل چې تېره ورځ د  دويم کوهستان د امنيتي او کشفي کسانو له خوا شپږ تنه د مولوي ګل احمد د وژنې په تور نیول شوي دي.
هغه زياته کړه چې درې کسان له پېښې څو شېبې وروسته او پاتې نور تېر مازديګر نيول شوي دي.
د قادري په وينا، پوليسو له نيول شوو کسانو څېړنې پيل کړې او د هغوى په مرسته به اصلي قاتلين هم پيدا کړي.
بلخوا د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ايوب يوسفزى وايي چې د علماوو  شورا رييس مولوي ګل محمد  حنيف يار  د  وژنې په اړه درې کسان د دویم کوهستان پولیسو نیولي دي چې دوه یې د کوهبند او یو بل د کوهستان ولسواليو اوسېدونکي دي او یو موټرسایکل هم ور سره نیول شوی دی.
د اول کوهستان اوسېدونکی ياسین وايي په دې وروستیو کې ډېری کسان په موټرسایکلونو تګ راتګ کوي او له ځان سره وسلې هم لري.
د نوموړي په وینا چې پولیس یې باید مخه ونیسې که نه ورته پېښې به نورې هم رامنځته شي.
د يادونې ده، تېره ورځ سهار اته بجې د کاپیسا د علماوو شورا رییس مولوي ګل محمد له خپل یو ساتونکي سره  په دویم کوهستان کې د وسله والو له خوا ووژل شو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته