پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې دمور او ماشوم مړینه یو جدی ګواښ دی
نیټه: Sun, 10 Sep 2017 10:41:40 +0000

نا امني په ننګرهارکې دمور او ماشوم دمړیني کچې  دکمېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي. 

دعامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي کورنۍ تاوتریخوالی هم دمور ماشوم دمړیني یو ستر لامل دی او له همکارو ادارو غواړي چې پدې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي. 
بل پلو دننګرهار دعامي روغتیا ریاست مسؤلین وايي چي پدي ولایت کي د مور او ماشوم دمړینې کچه تر پخوا راکمه شوي. 
دعامې روغتیا وزارت استازي وايي  نا امني نه پریږدي چې په ننګرهار کي د زیږون پر وخت دمور او ماشوم دمړیني کچه راټيټه شي. 
ډاکټر رنګین عزیز وايي روغتیايي کارکوونکي نشي کولای چې نا امنو سیمو ته لاړشي او خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندي کړي نو له همدې امله لا هم په ننګرهار کې دمور او ماشوم مړینه دیو جدی ګواښ په توګه پیژندل کېږي. 
عزیز وايي کورنۍ تاوتریخوالی بل هغه څه دي چې دمور او ماشوم پر مړینه مسقیمي اغیزي لري او له مرستندویه ادارو غواړو چې دمور ماشوم دمړیني په راکمیدو کې دې له دوی سره همکاري وکړي. 
بل پلو دننګرهار دعامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې د تیرو کلونو په پر تله په ننګرهار ولایت کې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم دمړینۍ په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی. 
دعامي روغتیاریس وايي پخوا به د زیږون پر وخت په هرو سل زره مېندو کې شپاړسوه مېندې او ماشومان مرګ سره مخ کیدي خو په خبره يې چې اوس دا عدد تر دري سوه راټيټ شوي. 
دیادوني وړ ده چي نن دننګرهار دعامي روغیا په ریاست کي دختیځو ولایتونو لپاره دحمایت موسیسي له لوري دپنځه ویشت زره امریکايي ډالرو په لګښت یو ټریننګ سنټر هم ګټي اخیستني ته وسپارل شوچي دلته به روغتیا پالانو ته د مور او ماشوم دمړینې د مخنیوي په برخه کي لنډ مهاله زده کړي هم ورکول کېږي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته