پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د منځګړتوب وړاندیز کړی
نیټه: Sun, 10 Sep 2017 10:49:19 +0000

د ترکيي ولسمشر رجیب طیب اردوغان وايي ترکیه د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره چمتو ده .

رجب طیب اردوغان دا څرکندونې په قزاقستان کې د ولسمشر غني سره په کتنه  کې کړي .
ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي چې افغانستان له پاکستان سره هراړخیزه مذاکراتو ته چمتو دی. 
د افغانستان ولسمشراشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ  په پلازمېنه استانه کې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې تر منځ  پر دوامدارو اړیکو او د همکاریو په پراختیاټینګار وکړ.
اردوغان په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالاتونو د ستراتیژۍ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، ترکیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو ده.
نوموړي زیاته کړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره خپل تیاری وښود او زیاته یې کړه، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي. 
ولسمشر غني ویلي چې  د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژي روښانه او جامع ده. هغه څرګنده کړه، د دغې ستراتیژۍ په اعلان سره په سیمه کې فرصت رامنځته شوی او له دغه فرصت څخه باید سمه ګټه واخیستل شي.
ولسمشر غني ویلي چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی او له پاکستان سره هراړخیزه مذاکراتو ته چمتو دی. 
هغه ټینګار وکړ، چې اوسنی حالت باید بدلون وکړي او په سیمه کې له موجوده شرایطو څخه د سولې او ثبات په برخه کې استفاده وشي.
د افغانستان جمهوررئیس تروریزم د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره ستر ګواښ وباله او د دغې شومې پدیدې پر وړاندې یې پر ګډه او جدي مبارزه ټینګار وکړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته