پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سوري ځواکونو دیرالزور هوايي ډګر له داعش جنګیالیو نیولی
نیټه: Sun, 10 Sep 2017 13:00:45 +0000

 

د سوریې د دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دیرالزور هوايي ډګر کلابندي یې د پوځ او نورو مرستندویه ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ماته کړې ده. 
اسلامي دولت نومې ډلې درې کاله وړاندې دغه هوايي ډګر نیولی و. 
څو ورځي وړاندې د سوریي چارواکو د دولتي ځواکونو له خوا د دیر الزور ښار د نیولو خبر ورکړ، خو په لندن کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د دیر الزور ښار په شاوخوا کې لاهم د اسلامي دولت نومې ډلې له وسله والو سره د دولتي او دولت پلوو ځواکونو چې روسي ځواکونه یې ملاتړ کوي، جګړه روانه ده. 
له دې سره هم مهاله د سوریې دیموکرات ځواک د دیرالزور ولایت په شمالي سیمه کې له اسلامي دولت ډلې د نورو سیمو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي.. 
په دیرالزور کې لکه د سوریې د بل ښار رقه په څیر ملکي وګړي ایسار دي چې شمیر یې څه باندې نوي زرو ته رسیږي. 
ملګري ملتونه دغو ملکي وګړو ته د هوا له لارې مرستې رسوي.
دیر الزور په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې تر ټولو لوی او وروستی مرکز بلل کیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته