پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې سبا په کابل کې پیلیږي
نیټه: Sun, 10 Sep 2017 14:04:19 +0000


د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو کې د بهرنیو لوبغاړو په ګډون شاوخوا دیرش تنه روزونکي، لوب‌څاران او کامینټیټران هم ګډون لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او دا لوبې سبا د دوشنبې په ورځ د کابل بازانو او بوست ساتونکو ترمنځ د لومړۍ سیالۍ په ترسره کیدو پیلیږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل، چې د شپږیزې کرکټ لیګ په پنځم پړاو سیالیو کې د پام وړ بدلونونه راغلي او دا ځل به دغه سیالۍ له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره او د رسنیو له لارې خپرې شي.
د ښاغلي هوتک پر وینا په دې سیالیو کې د ګډون لپاره لسګونه بهرني لوبغاړي، روزونکي، لوب‌څاران او د لوبو مبصرین (کامینټیټران) کابل ته رسیدلي دي.
ټاکل شوې وه چې په دغو سیالیو کې د پاکستان نوم وتی الرونډر لوبغاړی شاهد افریدی هم د سپین‌غر بازانو د لوبډلې له خوا ولوبیږي، خو هغه د ځینو شخصي ستونزو له امله په دې سیالیو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږیزې په لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو او روزونکو له ګډون څخه به د کرکټ ځوان لوبغاړي ښې تجربې ترلاسه کړي.
افغانستان چې د کرکټ لنډ تاریخ لري خو په وروستیو دوو لسیزو کې یې په دې لوبه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او له همدې امله یې سږکال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته