پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کوپر په کارابین سیالیو کې خپله لوبډله اتله کړه
نیټه:

 

کوپر په پایلوبه کې دوه څلوریزې او دوه شپږیزې ووهلې
د کارابین سیالیو پایلوبه د افغانستان په وخت نن شاوخوا لس بجې پای ته ورسېده.
پایلوبې ته پټریوتس، چې افغان لوبغاړی محمد نبي هم پکې لوبیږي او د ټي رایډرز لوبډلې وتلې وې.
د پټریوتس لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړ په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې وکړې چې ډېرې زیاتې نه وې.
د ټي رایډرز لوبډلې پیل هم ښه نه وو، ژر ژر یې خپل لوبغاړي وسوځېدل. ددې لوبډلې ۷ لوبغاړي هغه مهال سوځېدلي وو چې ۹۰ منډې یې لرلې.
خو کله چې کیوېن کوپر ډګر ته راښکته شو د پرله پسې شپږیزو او څلوریزو په وهلو سره یې د لوبې رنګ بدل کړ.
کیوېن کوپر په ۱۴ توپونو ۲۹ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
محمد نبي هم نن ښه توپ اچونه ونه کړه او په یوه اور کې یې ۱۹ منډې ورکړې چې ښايي په دغو سیالیو کې د ده تر ټولو ډېرې منډې وې.
د ټي رایډرز لوبډلې د کارابین کرېکټ ۲۰۱۷ کال سیالیو اتلولي خپله کړه.
دویم ځای هم د پټریوټس لوبډلې ترلاسه کړ.
په کارابین سیالیو کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ارمان په لومړي ځل برخه اخیستې وه، چې د خپلو ښو لوبو په ترسره کولو سره یې د کریکټ د ډېرو مینه والو پام ځان ته واړاوه

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته