پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې پاڅون کوونکو ۴ داعشیان وژلي اودوه يي ژوندي نیولي
نیټه: Mon, 11 Sep 2017 11:12:58 +0000

 
چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې پاڅون کوونکو د يوې نښتې په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٢٠مه  وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د نازيانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو او داعش وسله والو تر منځ نښته شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
خوږياڼى وايي چې په وژل شوو وسله والو کې څلور تنه د ډيورنډ فرضي پولې له پورې غاړې د پښتونخوا اوسېدونکي دي .
د والي وياند وويل چې د وژل شوو وسله والو جسدونه، درې  کلاشينکوفونه او يو د ځانمرګي واسکټ په ميدان کې پاتې شوي دي.
د نوموړي په وينا، د جګړې پر مهال يو ملکي وګړى چې د داعش وسله والو له خوا بندي و، هم خوشې او کورنۍ ته يې سپارل شوى دى.
داعش ډلې ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته