پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې لسګونه کسان د قاچاق په تور نیول شوي
نیټه: Mon, 11 Sep 2017 11:19:07 +0000


 د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي، روان کال يې د نشه يي توکو ۹۱ پېښې کشف کړې دي چې پر مهال يې ۸۱۸۵ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي ترلاسه کړي او په تړاو يې ۱۰۰ کسان نيول شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په همدې موخه يې ۶۱۹ لېتره الکولي مشروبات هم نيولي او په دې ټولو قضيو کې ۴۹ موټر هم نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وويل، د دغه ولايت امنيتي ځواکونه توانېدلي چې د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کې د نشه يي توکو د لېږد رالېږد ۹۱ پېښې کشف او مخنيوی يې وکړي.
نوموړي وويل، د يادو پېښو پر مهال ۸۱۸۵ کيلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي، ۶۱۹ لېتره الکولي مشروبات، ۴۹ موټر او ۷ قچرې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي چې د يادو نشه يي توکو په تړاو د پوليسو له لوري ۱۰۰ کسان نيول شوي چې له دې ډلې يې ۴۳ کسان پرچون پلورونکي دي او پاتې نور د لېږد او قاچاق په تور نيول شوي دي.
له دې سره هم مهاله د ننګرهار ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست مسوولين وایي چې د نشه يي توکو ښکاره پلور، بې روزګاري او د روږدو کسانو ناسمه درملنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر لوړ کړی دی.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپي وويل چې د اټکل له مخې په دغه ولايت کې اوس پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر څه باندې سل زرو ته رسېدلى دى.
ادريس ساپی وايي، دوی د روږدو کسانو د درملنې لپاره يو درې سوه بستريز روغتون هم جوړ کړی چې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کې تر درملنې لاندې دي خو وايي، د معتادينو شمېر ته په کتو دغه روغتون بسنه نه کوي.
خو بل لور ته د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری نیوکه کوي چې د ننګرهار امنيتي مسوولين په دې برخه کې پړه دي او تر هغه وخته چې د نشه يي توکو د کاروبار او ښکاره پلور مخه ونه نيول شي، دا ستونزه به دوام لري.
خو د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال بيا وايي، که له يوې خوا پوليسو په دې برخه کې ناغېړي کړې؛ نو له بلې خوا ولس هم همکاري نه ده کړې.
د رسمي شمېرو له مخې، په دې وروستيو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر شاوخوا درېيو ميليونو ته رسېږي چې ډېرى يې له ګاونډي هېواد ايران څخه راستانه شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته