پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندز کې د انسان تښتوونکو څلورکسېزه ډله نېول شوې
نیټه: Mon, 11 Sep 2017 12:21:14 +0000

 
د کندز سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د سړي تښتوونکو د یوې څلور کسېزې ډلې د نېولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د والي مرستیال حشمت الله رحیمي  له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د سړي تښتوونکو دغې څلور کسېزې ډلې څه موده وړاندې له کندز ښار څخه یو تن یو کلن ماشوم تښتولي و، خو بیا یې د ۱۵ زره ډالرو په بدل کې راخوشي کړی و.
دهغه په وینا چې له دغو نیول شویو کسانو څخه څېړنې او پوښتنې روانې دي او له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د انسان تښتوونکو د دغې څلور کسېزې ډلې د نېول کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په ښار کې جنایي جرمونو، قتلونو، غلاو او د اختطاف پېښو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته