پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په طالبانو خپل ماین چاونه کړي چي ۷ تنوته مرګ ژوبله اوښتي
نیټه: Mon, 11 Sep 2017 12:25:28 +0000

 

چارواکي وايي، په کاپيسا کې د موټرسایکل بم چاودنه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان محمد رزاق يعقوبي وويل چې وسله والو طالبانو پر امنيتي ځواکونو د بريد په موخه په يو موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.
هغه وايي، طالبانو تېره شپه غوښتل دغه موټرسايکل د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ له بدراب سيمې بل ځاى ولېږدوي، خو تر لېږد مخکې په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوو توکو چاودنه کړې ده.
د ده په وينا، په دې چاودنه کې د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان اجمل او خان الله او د هغوى يو تن د ماينونو ماهر وژل شوي او څلور نور طالبان ټپيان دي.  

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته