پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پروان کې دبهرنیوځواکونوپرکاروان ځانمرګی بریدشوی
نیټه: Mon, 11 Sep 2017 13:22:01 +0000

 

په پروان ولایت کې یوځانمرګي بریدګر دبهرنیوځواکونوپه کاروان ځان ته چاودنه ورکړې.
د پروان ولایت د پولیسو قوماندان محمدزمان مموزی وايي، چې دغه پېښه د پروان ولایت اړوند بګرام ولسوالۍ په قلعه نصرو سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه دوی ته د ۳ غیرنظامي ځواکونو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د هغه پر خبره، ټپیان د سیمې نږدې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، چې له چاودنې وروسته تر اوسه دوی ته د تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌لري، خو بهرني ځواکونه خپلو ځایونو ته رسيدلي دي.
له بل لوري بیا وسله‌ والو طالبانو رسنیو ته د یوې اعلاميې په خپرولو ادعا کړې، چې په بګرام کې موټربم برید شوی، چې له امله يې ۳ ټانکونه ویجاړ، ۲۴ امریکایي ځواکونه وژل شوي او ټپيان دي.
د دوی د اعلاميې له‌مخې دغه برید يې نن شاوخوا ۲ بجې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند سیغانیو سیمه کې د امریکایي پوځيانو پر کتارکړی دی.
د دوی د ادعا له‌مخې، په یاد برید کې د امریکایي عسکرو ۳ زغره ‌وال ټانکونه په ټولیزه توګه ویجاړشوي همدارنګه ۱۳ تنه امریکایي عسکر په‌کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته