پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هند لومړی وزیر وايي د افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی
نیټه: Tue, 12 Sep 2017 11:00:40 +0000


مودي دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه  کړي دي.
نوي ډلي له  کابل سره څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړل چې له مخې به يې د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې ۱۱۶ ټولګټې پروژې پيل شي
هند لومړي وزير د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې ويلي چې ډيلى د افغانستان په تړاو پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دى.
د صلاح الدين رباني او نريندرا مودي تر منځ دا ليدنه په نوي ډيلي کې ترسره شوه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ، راغلي چې د هند د ملي امنيت شورا سلاکار هم په دې ليدنه کې د خپل هېواد له لومړي وزير نريندرا مودي سره ملتيا کوله.
نوي ډلي له  کابل سره څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړل چې له مخې به يې د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې ۱۱۶ ټولګټې پروژې پيل شي.
دا هوکړه ليکونه نوي ډيلي ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني د سفر په څنډه کې  د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سووراج سره لاسليک شول.
سرچينې زياته کړه چې په دې ليدنه کې صلاح الدين رباني د هندوستان له مرستو او همکاريو مننه وکړه.
وروسته د هند لومړي وزير په افغانستان کې د خپلو پراختيايي پروژو يادونه وکړه او وويل چې هېواد يې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دى.
نوموړي د افغانستان لپاره دامريکا له نوې پاليسۍ هم هرکلى وکړ.
صلاح الدين رباني د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو دغه ستراتيژي ته په اشارې سره د جابهار د عملياتي کېدو په اړه د افغانستان د لېوالتيا يادونه وکړه چې د لومړي وزير د تاوده هرکلي سبب شوه.
په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور تړونونه هم لاسليک شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته