پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خلک: صرافان رنګ شوي افغانۍ په نیمه بیه اخلي
نیټه: Tue, 12 Sep 2017 11:12:55 +0000


ننګرهاریان وايي د جلال اباد ښار د صرافۍ په مارکیټ کې ترې خط شوي او زړي افغانۍ تر نیمايي هم په کم قیمت اخیستل کېږي چي دې چاري عام خلک له مالي  تاوان سره مخ کړي. 
دافغانستان بانک مشر وايي چي خط شوي او زاړه بانک نوټونه له شک پرته د چلښت وړ دي او څوک یې چې داخیستو انکار کوي دافغانستان بانک له لوري به مجازات شي. 
وروسته ترهغې چي افغانستان بانک دیوي اعلاميي په خپرولو سره  دهغه افغاني بانک نوټونو  چي تیزاب پري پریوتي وي او یاهم په خودکارقلم پري لیکل شوي دراټولیدو غوښتنه کړی وه اوس دجلال ابادښار د صرافي په مارکیټ کې ناست صرافان د هغي خبرتیا ناوړه ګټه پورته کوي او خط شوي او زاړه افغان بانک نوټونه یا نه اخلي او یاخو يي  د خپل اصلي ارزښت تر نیمايي هم په کم قیمت اخلي. 
خو صرافان دښاریانو دا ادعا بي بنسټه بولی دجلال ابادښار دصرافانو داتحاديي مشروايي  چي څو ورځي وړاندي پدي برخي کي ستونزي موجودي وي خو په وینايي چي اوس داستونزه هواره شوې او هغه بانک  نوټونه چي په واړه قلم پري خط شوي وي او یاهم زاړه وي دچلښت وړ دي. 
بل پلو په ننګرهار کې دافغانستان بانک مسؤلین وايي هغه بانک نوټونه چي په توش خط پري لیکل شوي وي او یا پري مهرونه لګیدلي وي دچلښت وړنه دي خو که څوک له زړو او په واړه قلمونو دخط شوو افغاني بانک نوټونو له اخیستو ډډه وکړي نو دافغانستان بانک له لوري به مجازات شي. 
دا په داسي حال ده چي شاوخوا یوه میاشت وړاندي افغانستان بانک یوه اعلامیه خپره کړی وه چي پکي دمهر شوي او په تیزابو ککړشوي افغان بانک نوټونه دټولیدو غوښتنه شوی وه چي دي چاري دلته په افغاني بانک نوټونو دخلکو باور کم کړی وه.  

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته