پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دروانو ظلمونودمخنیوي په موخه لاریون وشو
نیټه: Tue, 12 Sep 2017 11:43:54 +0000

 

په ننګرهارکي دامریکا دړندو بمباریو ،په کابل کي دشهید اونۍ په مناسبت دهوايي ډزو او په برما کي پر مسلمانانو دروانو ظلمونو دمخنوي په هدف لاریون وشو. 
دلاریون ګډونوالو دملي وحدت حکومت پر مشرانو غږ وکړ چي دشهید اونۍ دلمانځلو په مناسبت دي دقانونه سرغړونکي کسان دقانون منګولو ته وسپاري.
په ننګرهار کي لسګونه کسانو ددي ولایت په ځينو سیمو کي دبهرنیو هوايي ځواکونو له لوري پرعامو خلکو دخودسرانه بمباریو ،په کابل کي دجمیعت ګوند له لوري دشهید اونۍ دلمانځلو په مناسبت دهوايي ډزو او قانون څخه دسرغړونکو پرضد ،او په برماکي پر روهنګايي مسلمانانودهغه هیواد دپوځ له لوري دروانو ظلمونو دمخنوي په هدف لاریون ترسره شو. 
 ددي لاریون ګدونوالو دملي وحدت حکومت په مشرانو غږ وکړ چي په کابل کي دي دجمیعت ګوند هغه پلویان محاکمه کړي چي دشهید اونۍ دلمانځلو په بهانه يي هوايي ډزي کړي او عامو خلکو ته يي مرګ ژوبله اړولی. 
لاریون کوونکومرګ په امریکا اومرګ دبرما په بودايي حکومت شعارونه ورکول. 
دوې دنړیوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه چي دننګرهار په ځينو سیمو کي دبهرنیو ځواکونو دخودسرانه هوايي بمباریو او په برما هیواد کي پر روهنګیه مسلمانانو دبرما دپوځ له لوري دروانو ظلمونو مخنوی دې وکړي   
دیادوني وړ ده چي شاو خوا یوه نیمه میاشت وړاندي دننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کي دبهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کي شل تنه مړه او ټپیان شوي وو چي له هماغه وخت راهیسي عام خلک دبهرنیو ځواکونو له خپل سرو بمباریو مخالفت کوي.  

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته