پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ایرما توپان امریکا ته په میلیاردونو ډالره تاوان اړولی
نیټه: Tue, 12 Sep 2017 11:44:54 +0000

 

د اکو  په نوم د هواپیژندنې خدمات وړاندیز کوي چې په تکساس کې د هاروي د توپان او په فلوریدا کې د ایرما توپان دواړه کیدای د امریکا اقتصاد ته ٢٩٠ میلیارده ډالره تاوان رسولی وي.
د دغې ادارې مشر وایي د ایرما توپان چې د هاروي نه دوه اونۍ وروسته فلوریدا ایالت وځپو کیدای شي ١٠٠ میلیارده ډالره تاوان اړولی وي. دا دواړه توپانونه د امریکا د طبعي افاتو په تاریخ کې ویجاړونکي توپانونه ښودل شوي دي. 
همدارنگه په تیرې یوې اونۍ کې چې دا توپان له امله د کرائیب ټاپوگانو او کیوبا له خوا راپاځیدلی تر اوسه پورې د ٣٠ تنو د مړینې خبر ورکړ شوی. 
د هوا پیژندنې ادارې خبرداری وکړی چې د امریکا جنوب ختیځو سواحلو کې د ایرما د توپان له امله رامنځ ته شوې څپې خطرناکه دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته