پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې يو بل دیني عالم هم ووژل شو
نیټه: Tue, 12 Sep 2017 12:27:59 +0000

د ننګرهار ولايت په بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې روانه مياشت درې ديني عالمان وژل شوي چې دوه پېښې د داعش او طالب او يو بله د نا معلومو وسله والو له لوري رامنځته شوې دي.

تر ټولو وروستۍ پېښه يې د تېرې شپې ده چې په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو يو ۷۰ کلن ديني عالم  په جومات کې پر ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۱مه وويل چې داعش وسله والو تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ سيمه کې د عبدالرحمن په نوم يو ۷۰ کلن ديني عالم په جومات کې پر ډزو وژلی دی.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، ياد ديني عالم د کنډي باغ په يو جومات کې د ملا امام په توګه دنده سرته رسوله او د شپې له خوا په ياد جومات کې ويده کېده.
تر دې پېښې څلور شپې وړاندې هم د همدې ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې يو ديني عالم نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و.
د ننګرهار د والي وياند وايي، یاد دیني عالم چې د ډاګو په جومات کې ملا امام و، د وږي په ۱۷مه د ماخوستن لمانځه ادا کولو په موخه جومات ته روان و چې جومات ته څېرمه د نا څرګندو کسانو له لوري پر ډزو سره وژل شوی دی .
د روانې وږي مياشتې د پيل په ورځو کې هم وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې يو ديني عالم وژلی و چې دولتي مقاماتو دغه پېښه د طالبانو کار باله.
د ننګرهار د والي د وياند د معلوماتو پر بنسټ، د وږي په ۳مه د بهسودو ولسوالۍ په سراچې علي خان سیمه کې د قاري احمد الله په نوم یو دیني عالم، چې د همدغې سيمې خطیب هم و، د ماخوستن د لمانځه له ادا کولو وروسته د موټرسایکل سپرو له لوري پر ډزو سره وژل شوی دی .
که څه هم د دغو پېښو تر شا د وسله والو طالبانو او داعش ډلې لاس لرل ياد شوي خو تر اوسه دغو ډلو په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی او نه يې هم په تړاو د دولت له لوري څوک نيول شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته