پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندهارکې له لس کاله ځنډ وروسته ۱۰ ښوونځی پرانیستل شول
نیټه: Thu, 14 Sep 2017 11:03:12 +0000


 
په کندهار کې ۱۰ تړلي ښوونځي بیا فعال شول چې په دې توګه په دغه ولایت کې د بندو ښوونځیو شمېر له ۱۵۳ څخه ۱۴۳ ته راټيټ شول.
دغه پرانیستل شوي ښوونځي د هغو ۴۷ ښوونځیو له ډلې دي چې د پوهنې ریاست یې په روان ښوونیز کال کې د بیا پرانیستل کېدو هوډ لري.
یاد  لس ښوونځي د سپين بولدک ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پرانیستل شول چې له تېرو څو کلونو راهیسې د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي پاتې وو.
د دغو ښوونځیو د پرانیستل کېدو په موخه د کندهار د پوهنې د رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون په مشرۍ یوه پلاوي دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و.
د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په مراسمو کې د پوهنې د رییس تر څنګ د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي، مدني فعال عطاالله ویسا، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی وو.
نوموړي د ولسوالۍ له مشرانو وغوښتل چې د تازه پرانیستل شوو ښوونځيو په فعال ساتلو کې خپل رول ولوبوي او خلک وهڅوي چې خپل اولادونه د زده کړو لپاره ور ولېږي.
ده خبر ورکړ چې ډېر ژر به په نورو ولسوالیو کې هم ۳۷ نور بند ښوونځي پرانیستل شي.
د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي وویل، دغه لس ښوونځي له تېرو لسو کلونو راهیسې بند وو چې زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې وو.
د سپين بولدک یوه قومي مشر حاجي محمد عمر ویلي په تېرو ۱۶ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د پوهنې ریاست چارواکي دغې ولسوالۍ ته سفر کوي، بند ښوونځي پرانیزي او د پوهنې وضعیت ارزوي.
دغه قومي مشر ډاډ ورکړ چې خلکو د خپلو اولادونو د زده کړې په برخه کې اوږده موده محرومیت ګاللی او د ښوونځیو په فعال ساتلو کې به پراخه مرسته کوي.
خو ده غوښتنه وکړه چې د پوهنې ریاست دې د پرانیستل شوو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او زده کوونکو ته د کتابونو، قرطاسیې او درسي لوازمو په چمتو کولو کې خپل مسوولیت تر سره کړي.
سپین بولدک ولسوالۍ په تشکیل کې ۷۷ ښوونځي لري چې د ۱۰ بندو ښوونځیو په پرانیستلو سره یې د فعالو ښوونځیو شمېر ۶۶ ته لوړ شو.
په دې ښوونځیو کې اوسمهال ۱۳۸۴۰ زده کوونکي زده کړې کوي چې ۲۴۱۷ یې نجونې دي.
 کندهار د پوهنې په تشکيل کې ټول ۴۷۰ ښوونځي شته چې دا مهال يې ۳۲۸ پرانيستي دي او پاتې ۱۴۳ نور یې لا هم تړلي دي.
د پوهنې ریاست څو ورځې وړاندې د ۲۰ ښوونځیو د ترمیم چارې هم پیل کړې چې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د کندهار اوسېدونکي د پوهنې ریاست له اوسني وضعیت څخه خوښ نه دي او په دې باور دي چې څومره فساد او ناسمې استفادې د پوهنې په اداره کې شوې، هومره په بله هیڅ اداره کې نه دي شوي.
هغوی نور دا حالت د زغم وړ نه بولي او د اصلاحاتو  غوښتنه کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته