پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ددره نوولسوالۍ بزګران وايي دولت تراوسه ددوي ستونزي نه دي حل کړي
نیټه: Sat, 16 Sep 2017 11:24:25 +0000

 

د دره نور ولسوالۍ بزګران وايي د دولت لخوا پر وعدو عمر تېر شو خو دولت تر اوسه د دوی ستونزې نه دې حل کړي.
د دره نور ولسونه له دې امله د ننګرهار د زراعت اړوند چارواکو نیوکه کوي چې د اوبو د بندونو په جوړولو کې یې خپلې کړې ژمنې نه دې پلې کړي.
 دوی ادعا لري چې په ځلونو ورته دولتې استازي ورغلي چې دزراعت د ودې او پراختیا لپاره به ورته د اوبو بندونه جوړوي خو په خپلو وعدو یې عمل نه دی کړی. 
دا هغه شخص دی چې پدې سیمه کې یې له ماشومتوبه په دهقانۍ لاس پوری کړی او د مسولینو هغه ژمنې چې له دویو سره یې په تیر کې کړي دي، دی وایي ږیره یې سپینه شوله خو په یاده برخه کې یې کوم مثبت بدلون نه دی لیدلی او زیاتوې  د زراعت ریاست مسولین دې ولسوالۍ ته د سروې په موخه سفرونه تش د نمایش لپاره کوي .
خدای نظر دلته د پنځوس دړۍ ځمکې دهقانې پر غاړه لري خو اوس دغه ځمکه سپیره پرته ده د دهقان په خبره دا به تر هغې همداسې وي چې تر کومه د اوبو درک نوي لږیدلی .
د نوموړي په خبره وچکالۍ پدې ولسوالۍ کې غاښونه دومره خښ کړي چې ان کله کله خپلو فصلونو ته اوبه د بالټیو په وسیله ورکوي .
 د دهقانۍ په برخه کې د نوموړي ارمان په یاده ولسوالۍ کې د لویو ډنډونو جوړیدل دي چې په خبره یې د دره نور ټولې ځمکې به خړوب او د زراعت برخه به لا هم ورپسې پیاوړې شي .
خدای نظر وايي د دره نور په دې تنګو ونګو غرونو کې د مزدورۍ هم درک نشته خو دوی دا کار په دهقانۍ ورټول کړې چې ددې سیمې ماشومان ، ځوانان ، ځاړه ، او ځړې پکې  مصروف او خولې یې پکې تویږي .
قومي مشران وایي د زراعت مسولینو په مشورتي غونډو کې د ډنډونو د جوړولو وعدې کړي چې ډیر کله یې له خپلو وعدو  تیښته کړې ده .
دوۍ له شرق راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې پر دولت کلکه نیوکه وکړه چې په نوموړې ولسوالۍ کې تر اوسه هیڅ بنیادي کارونه ندي ترسره کړي .
  (( هغه موسسې چې له مونږ سره وعدي کوي باید د حکومت په چوکاټ کې وکړي نه په خپل سر
مونږ ته دې چې تراکتوونه اصلاح شوي تخمونه او د زراعت اړوند ټولې اسانتیاوې دې رامنځته کړي. 
 او ولسونه ددې ولسوالۍ نور انتظار نشي کولای او ستونزې دې نورې ورته حل کړي))
بل لورته د ننګرهار ولایت د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس رفیع الله رحیمزي د یوې پوښتنې په ځواب کې د دره نور ولسوالۍ د اوسیدونکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د کرنې ریاست له لوري هیڅ بنسټیزې پروژې ندي تطبیق شوي .
هغه وایي د کرنې وزارت د انکشافي بودیجې څخه تیر کال په دره نور ولسوالۍ کې پینځه بنسټیزې پروژې چې پکې سربندونه او ویالې شاملې وې جوړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي. 
نوموړي زیاته کړه په یاده ولسوالۍ کې د شپږو نورو بنسټیزو پروژو چې سربندونه هم پکې شامل دي د سروې چارې یې پیل شوي دي چې په راتلونکي کال به پرې عملې کارونه پیل شي .
باید وویل شي چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د خلکو یواځینۍ ستونزه د زراعت په برخه کې نده چې دوۍ ورسره مخ دي بلکې ، دوۍ د تعلیم ، صحت ، د ځوانانو د بې کارۍ ، او د سړکونو په برخو کې هم له سترو ستونزو سره مخامخ دي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته