پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په هرات کې دلمریزي او بادي بريښناپروژه پرانیستل شوه
نیټه: Sun, 17 Sep 2017 14:18:49 +0000


په هرات ولایت کې د لمریزي او بادې بریښنا لوی پروژه د اوبو او انرژې وزیر لخوا پرانیستل شوه.
پر دغه پروژه ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ډالره لګول شوی  چې لګښت یې د جاپان هېواد ورکړی او ۲ میګاواټه د بریښنا تولید ظرفیت لري.
په همدې حال کې د بریښنا ریاست مسؤلین وايي ددغه دوه میګواټه بریښنا سره به دوه زره کورنیو د بریښنا ستونزه حل شي.
حکومت هڅه کوي چې ترڅو د کورنیو منابعو څخه ګته پورته کړي . د بندونو جوړل څخه نیولی بیا د لمریزې او بادي بریښنا پورې .
په همدې حال کې د اوبو او انرژې وزارت په هرات ولایت کې د لمریزي او بادي بریښنا لویه پروژه بشپړه کړه .
افغان حکومت د چاپان هېواد په مرسته دغه لمریزه او بادې بریښنا د ۳ اعشاریه ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د هرات ولایت په صنعتي ښارګوتي جوړ کړه .
په همدې حال کې د بریښنا ریاست مسؤلین ددې دستګاه په جوړو خوښي وښوده او وايي ددې لمریزي او بادي بریښنا په جوړیدو سره به د دوه زره کورنیو ستونزه حل شي 
د مسؤلینو پر وینا د ګاونډیو هېوادونو څخه به د بریښنا په اخیستلو کې د ۴۰۰ سوه زره ډالرو په اندازه به د بریښنا نرخ هم کم شي.
خو د صنایع معادن خونې مسؤلین وايي دغه بریښنا د هرات ولایت صنعتي ښار ګوټي ته بسنه نه کوي چې دغه ښار ګوټي ۵۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري 
ددې لمریزه بریښنا سیستم به ۱۷۰۰ ولټه او بادي بریښنا به ۳۰۰ ولټه د تولید ظرفیت لري .
په دې وروستیو کې افغان حکومت هڅه کوي چې ترڅو د هېواد په یو شمیر سیمو کې د بریښنا بندونه جوړ کړي ترڅو په هېواد کې د کورنۍ بریښنا څخه ګټه واخلي او د بهرنیو هیوادونو د بریښنا د پیرلو څخه ځان خلاص کړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته