پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چابهارکې افغان سوداګرو ته ۲۵ سلنه تخفیف ورکول کېږي
نیټه: Tue, 19 Sep 2017 13:13:45 +0000

ایراني چارواکي وايي، په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د ځمکو او نورو اسانتیاوو تر څنګ د پانګونې په برخه کې ۲۵ سلنه تخفیف ورکول کېږي.
دغه راز ایراني چارواکو اجازه ورکړې چې د افغانستان مېوه د ایران له لارې نورو هېوادونو ته صادرېدای شي.
دا پرېکړې ایران ته د کندهار د والي زلمي ویسا په مشرۍ د يوه پلاوي د سفر او لیدنو په لړ کې شوې دي.
له هغه سره په دغه سفر کې د ولايت مقام د تخنيکي او سکتوري چارو رییس عبدالحکيم حکيمي، د سوداګرۍ او صنايعو رییس علاوالدين خان، د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنېر عبدالباقي بنا، د ښاري پراختيا رییس انجنیر محمدحنيف، د بهرنيو چارو رياست استازي، ملي سوداګرو حاجي محمد صديق مهمند، محمد يونس يوسفي او راشد ظاهر ملتیا کوله.
دغه پلاوي د ایران د سیستان او بلوچستان له والي علي اوسط هاشمي، د مشهد له والي علي رضا رشيدیان او یو شمېر نورو لوړ پوړو ایراني چاروکو سره ځانګړې ناستې کړې دي.
په دې اړه د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الباري بریالي وویل چې د پلاوي د سفر موخه د کندهار او د سیستان او بلوچستان ولایتونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، په چابهار بندر کې پانګونه او د سوداګرو د ستونزو څېړل او ارزول وو.
د کندهار والي له ایراني چارواکو وغوښتل چې په ایران کې د افغان سوداګرو د اقامې موده له یوه کال څخه درېیو کلونو ته وغځوي او داسې ویزې دې ورکړل شي چې له چابهار بندر پرته نورو سیمو ته تګ راتګ وکړای شي.
نوموړي دغه راز له ایراني چارواکو سره د کندهاري سوداګرو د ويزو د ځنډ، د ويزو د کمې مودې، د ايران د کونسلګرۍ له خوا له عامو مسافرو څخه د ۳۰۰ يورو ضمانت اخيستو او دې ته ورته نورې ستونزې شريکې کړې.
د دې تر څنګ هغه له ایراني سوداګرو هم وغوښتل چې په کندهار کې پانګونه وکړي.
د ایران د سیستان او بلوچستان والي علي اوسط هاشمي ژمنه وکړه چې له کندهار څخه ایران ته له تلونکو مسافرو څخه د ضمانت په توګه د ۳۰۰ یورو اخیستل به لغوه کړي او د ویزو د ورکړې لړۍ به چټکه کړي.
هغه وویل، ایران په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د پانګونې په برخه کې د ځمکو د ورکړې او نورو اسانتیاوو تر څنګ ۲۵ سلنه تخفیف ورکوي.
نوموړي له افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې په دغه بندر کې دې تاسیسات جوړ او پانګونه وکړي.
په دې لړ کې د کندهار او د ایران د سیستان او بلوچستان د واليانو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه یو تړون هم لاسلیک شو.
 ایراني چارواکو اجازه ورکړه چې افغان سوداګر کولای شي د ایران له لارې خپله وچه او لنده مېوه نورو هېوادونو ته ولېږدوي، په داسې حال کې مخکې پرې بندیز لګول شوی و.
دغه راز ایراني چارواکو وویل چې له دې وروسته افغانان کولای شي په لږ لګښت ایران ته د درملنې لپاره ولاړ شي.
ایراني چارواکو غوښتنه وکړه چې د کندهار په بانکونو کې دې د سویفټ سیستم فعال شي څو د پیسو متقابل لېږد اسانه شي او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.
دغه راز هغوی یادونه وکړه چې که د افغانستان مرکزي اداره ايران ته اجازه ورکړي چې د افغانستان خاورې ته داخل شي او د نيمروز په سرحدي کرښه له ميلک روډ سره دویم پل جوړ کړي او لار دوه طرفه شي نو دا به د ترانزيټي موټرو لپاره لويه اسانتيا وي.
د یادونې ده، څه موده وړاندې ایراني چارواکو هم کندهار ولایت ته سفر کړی و.
د دغه سفر پر مهال د ايران د سيستان او بلوچستان ايالت والي ویلي وو، څنګه چې کندهار مېشتي سوداګر د افغانستان په سوداګرۍ کې مهم رول لري، دغسې دوى کولاى شي په چابهار کې هم مهم رول ترسره کړي او تر نورو مخکښ و اوسي.
علي هاشمي ویلي وو، ايران ته دا ډېره مهمه ده چې د چابهار بندر له لارې له افغانستان او د سيمې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې نوى فصل پرانيزي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته