پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په نورستاني ژبه قاموس وليکل شو
نیټه: Thu, 28 Sep 2017 14:51:51 +0000


 
د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د نورستاني ژبې قاموس وليکل شو او تر چاپ وروسته يې مخکتنه وشوه.
د دغه قاموس چې د نورستان د يوه اوسېدونکي سميع الله تازه له خوا ليکل شوى، مخکتنه يې پرون له غرمې وروسته په کابل کې د قلم ټولنې له خوا ترسره شوه.
دغه قاموس په دوو ټوکونو او ١٩٤١ مخونو کې د ثمر ژبپوهنې نړيوالې موسسې له خوا د ٥٠٠ په شمېر چاپ شوى دى. کابو شل زره د نورستاني ژبې لغتونه په کې په پښتو او دري ژبو ژباړل شوي دي.
د (فرهنگ زبان نورستانى) تر نامه لاندې د دغه قاموس د مخکتنې په غونډه کې د علومو اکاډمۍ او ثمر موسسې د چارواکو تر څنګ يو شمېر علمي او فرهنګي  شخصيتونو برخه اخيستې وه.
د علومو اکاډمۍ علمي غړي څېړنوال محمد نبي صلاحي د ياد شوي قاموس ليکل وستايل او ويې ويل، چې پر دغه قاموس د اکاډمۍ د څو پوهانو له خوا علمي تقريظونه ليکل شوي دي.
هغه هيله څرګنده کړه چې د هېواد د نورو ژبو په اړه هم دا ډول قاموسونه وکښل شي.
د علومو اکاډمۍ يوه بل غړي او د ژبپوهنې متخصص څېړنپوه ډاکټر خليل الله ارمړ په دارديک ژبو (نورستاني، پشه يي او نورو...) کې دا لومړى قاموس وباله.
نوموړي زياته کړه، له دې سره د نورستاني ژبې لپاره يو بنسټ کېښودل شو او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې دغه قاموس پراخ او بډاى شي.
د ثمر ټولنې مشر ډېوېډ مولر غونډې ته وويل چې دوى د افغانستان ټولو ژبو ته په يوه سترګه ګوري او ټولو ته کار کوي.
هغه زياته کړه، په افغانستان کې له ٣٦  څخه تر ٣٨ پورې ژبې شته دي او غواړي ټولو ته خدمت وکړي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې دغه قاموس د نورستاني سيمو اوسېدونکو ته ورسول شي، ترڅو هغوى ترې ګټه پورته کړي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال څېړنوال عبدالغفور لېوال وويل، د افغانستان په کليوالي سيمو کې له ٢٥زرو تر ٥٠ زرو پورې، په ښارونو کې له ٥٠ زرو تر ٥٠٠زرو پورې او کله چې ژبه د علم او څېړنې ژبه شي، نو لغتونه يې ميليونونو ته رسېږي.
د ده په وينا، دا چې نورستاني ژبه تر اوسه ښاري او اکاډميکه شوې نه ده، هيله ده په راتلونکي کې د دې ژبې د نورو لغتونو په جوړولو کې له ياد شوي قاموس کار واخيستل شي.
لېوال هيله څرګنده کړه چې دغه فرهنګ په راتلونکي کې پراخ شي او ليکوال دې يې يو کوچنى لارښود هم وليکي چې په دې کې نور لغتونه څه ډول ور زيات شي.
هغه وړانديز وکړ چې د نورستاني ژبې د اصطلاحاتو قاموس دې هم وليکل شي.
د دغه قاموس ليکوال سميع الله تازه له علومو اکاډمي، ثمر ټولنې او قلم ټولنې څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې يې ورسره همکاري وکړه.
نوموړي زياته کړه، دغه قاموس يې په څو کلونو کې ليکلى او هيله يې څرګنده کړه چې د يو معنوي ارزښت په توګه خلکو ته ورسول شي.
په پاى کې د ثمر ټولنې او د علومو اکاډمۍ له خوا د دې قاموس ليکوال ته ستاينليکونه ورکړل شول.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته