پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغان میرمنو لپاره د سوداګري او صنایعو ځانګړۍ خونه جوړه شوه
نیټه: Mon, 02 Oct 2017 13:32:34 +0000

 

په اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې د میرمنو د ونډې د پراختیا په موخه د افغان میرمنو لپاره د سوداګري او صنایعو ځانګړۍ خونه جوړه شوه .
ددې خونې د پرانیستي پرمهال د هېواد لومړۍ میرمن وویل هڅه کوي چې د نړیوالو هغه ذهنیت بدل کړي چې افغانستان د میرمنو لپاره بد ځای دی .
ولسمشر غني هم ویلي چې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو فعالیت ددې ښودنه کوي چې افغانان د ژوند د ښه کېدو ټينګه اراده لری.
بي بي ګل غني چې د دوشنبې په ورځ یې د ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو د ځانګړې خونې پرانېسته کوله، ویې ویل چې افغان ښځې ښې وړتیاوې لري او د دا شان بنسټونو او چوکاټونو له لارې یې باید فعالیتونه منسجم شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د سوداګری خونې د پرانېستې دغې غونډې ته په یوه ویډیویي پیغام کې، د دغې خونې پرانېسته یو مهم ګام یاد کړ او ویې ویل چې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو فعالیت ښيي چې افغانانو د ژوند د ښه کېدو ټينګه اراده کړې ده.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره منیژه واقف وايي، افغان ښځې دا وخت په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو داسې چوکاټ چې دوی تر یوه چتر لاندې سره راټولې کړي، د لومړي ځل لپاره رامنځته شوی دی.
د واقف په خبره، دا وخت په افغانستان کې د ۸۵۰ پانګه والې او سوداګرې ښځې شته چې۴۵ زره بېلابېلې بوختیاوې یې رامنځته کړې دی.
سوداګرې ښځې که څه هم د دغې خونې په رامنځته کولو خوښي ښايي، خو تینګار کوي چې لا هم د دوی د فعالیتونو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي.
د ښځو د چارو وزیره دلبر نظري د افغان مېرمنو پر وړاندې شته ستونزې تاییدوي، خو وايي، افغان حکومت نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې، بلکې په نورو برخو کې هم د ښځو د ونډې په پراختیا او په دې برخه کار کولو ته ژمن دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته