پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني کې لمړي ځل لپاره اوړوفابریکه جوړه شوه
نیټه: Tue, 03 Oct 2017 13:28:13 +0000

په غزني ښار کې يو سوداګر د اوړو د توليد يوه فابريکه جوړه کړې چې په کې درې سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د دې فابريکې مسوول شاه محمد د تلې په يوولسمه  وويل چې له دې فابريکې يې موخه په ارزانه بيه د وطني اوړو توليدول دي.
هغه وايي چې پر دې فابريکې ١،٢ ميليونه ډالر پانګونه کړې او په کې درې سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د شاه محمد په وينا، اوسمهال يې د فابريکي د برېښنا چارې په جنراتورونو روان دي خو که چېرې غزني ته وارداتي برېښنا ورکړل شي نو دې فابريکي ته به پراختيا ورکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه فابريکه د ورځې ١٢٠ ټنه وړه توليدوي او بازار کې اخيستونکي هم ډېر دي.
ده وويل چې د نورو هېوادونو په اوړو باندې په لاره کې وخت ډېر تېرېږي نو خپل کيفيت هم له لاسه ورکوي.
د دې فابريکې يوه کارکوونکي رحيم الله  وويل چې د ده په ګډون ګڼ شمېر نور کسان په دې فابريکه کې کار کوي.
رحيم الله وايي چې د دغه شان فابريکو جوړېدل د امنيت په ټينګښت کې هم مثبت رول لوبولاى شي ځکه ځوانانو ته د کار زمينه برابرېږي.
په غزني کې د اوړو پلورونکي وايي چې د دې فابريکي له اوړو څخه خلک راضي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په بازار کې د نورو اوړو د يوې پنځوس کيلويي بورې بيه ٢٤٠٠ کلدارې (١٥١٢افغانۍ) ده خو د دې فابريکې د اوړو بيه بيا ٢٢٥٠ کلدارې (١٤١٧ افغانۍ) ده.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري  وويل چې د لومړي ځل لپاره په غزني کې داسې يوه لويه فابريکه جوړه شوې ده.
د هغه په وينا د غزني چارواکي هڅه کوي چې سوداګر اړ کړي ترڅو په دې ولايت کې پانګونه وکړي.
خو بل لورته يو شمير سوداګر بيا وايي چې د امنيتي ستونزو، صنعتي پارکونو او اړينې بريښنا د نه شتون له امله نه شي کولاى په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته