پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندز کې ۵۲ وسله وال مخالفین وژل شوي
نیټه: Wed, 04 Oct 2017 09:47:07 +0000

 
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له پنځو ورځو راهیسې په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.
د دې ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي وویل په یادو عملیاتوکې ۵۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴۱ نوريي ټپیان شوي چې دوژل شويو کسانوپه ډله کې دري مهم قوماندانان هم شامل دي.
دهغه په وینا په دغه عملیاتوکې یوشمېر کلي هم دطالبانو له موجودیته پاک شوي. 
په ورته وخت کې په شمال ختیځ زون کې د پامیر د ۲۰ مې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي د امام صاحب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دغه ولسوالۍ د طالبانو له وجوده پاکه شي، څو خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
دغه پوځي چارواکي وايي چې په دې عملیات کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، هغه هم ادعا کوي چې دوی په امام صاحب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته