پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندهارڅخه ۲۰ زره ټنه انګوربهرته صادرشوي
نیټه: Wed, 04 Oct 2017 10:07:52 +0000

د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، سږ کال له کندهار څخه د ۴،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۲۰ زره ټنه څخه ډېر انګور  بهر ته صادر شوي دي.
په دغه ولايت کې د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وویل چې سږ کال د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه له ۵۰ زره ټنه څخه ډېره ده چې ۲۰ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.
هغه بهر ته د صادر شوو انګورو ټولیز لګښت شاوخوا ۴،۵ میلیونه ډالره یاد کړ.
ده زیاته کړه چې د پاتې ۳۰ زرو ټنو انګورو یوه اندازه په کور دننه ولایتونو ته صادر شوي او یوه اندازه یې د وچې مېوې په توګه په کشمشو بدل شوي دي.
د نوموړي په خبره، بهر ته د صادر شوو انګورو ډېره برخه پاکستان ته تللي، خو د دې تر څنګ یوه اندازه هند او متحده عربي اماراتو ته هم صادر شوي دي.
دی وايي، پاکستان د کندهار د باغ لرونکو او د تازه مېوې د سوداګرو لپاره اسانه او نږدې مارکېټ دی.
د ده په خبره، تېر کال د انګورو د صادراتو د فصل پر مهال د سپین بولدک لاره څو ځلې وتړل شوه چې باغ لرونکي او سوداګر دواړه یې زیانمن کړل، خو سږ کال کومه ستونزه نه وه او پاکستان ته د صادراتو بهیر تر دې مهاله په عادي توګه روان دی.
دی وايي، په ټولیزه توګه د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان ته هره ورځ له ۲ زره ټنه ډېره تازه او وچه مېوه صادرېږي.
خو بینا د مېوو د صادراتو په برخه کې یو بل پرمختګ د افغانستان- هند هوايي دهلیز پرانیستل یاد کړل چې تر دې مهاله  له کندهار څخه درې الوتنې شوي او په درې واړو الوتنو کې ۱۲۰ ټنه وچه او تازه مېوه هند ته لېږل شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، د دغې لړۍ په پيل کې هم دلته او هم د هند په هوايي ډګرونو کې ستونزې وې، خو اوس حل شوې دي.
د سوداګرۍ خونې دغه چارواکي په دې وروستیو کې ایران ته د خپل سفر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې ایران له کندهاره دغه هېواد ته له تللي پلاوي سره ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به اجازه ورکوي چې د ایران له لارې هم عربي هېوادونو او ان اروپا ته صادرات وکړي.
د کندهار باغ لرونکي هم وايي چې د هوا له لارې د مېوو لېږد یې هیلې ډېرې کړي او دغه لړۍ دې له نورو هېوادونو سره هم پیل شي.
د کندهار د هوايي ډګر مسوول احمد الله فیضي وویل په هوايي ډګر کې د مېوو د ساتنې، چک او لېږد لپاره هر راز اسانتیاوې او پرسونل لري او په ۲۴ ساعته توګه د دوی په خدمت کې دي.
خو نوموړی زیاتوي، چې په دې اړه یې د سوداګرۍ خونې له مسوولینو او سوداګرو سره خبرې کړي چې بسته بندي باید معیاري وي، څو د مېوو چک کول او د هوا له لارې یې لېږد په اسانۍ تر سره شي.
د یادونې ده چې لا هم له کندهاره د انګورو او نورو مېوو د صادراتو لړۍ روانه ده او هره ورځ یوازې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ۲۰۰ ټنه مېوه صادرېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته