پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د بهسود پله جوړونکي شرکت مسوولين دوالي په امرونيول شول
نیټه: Wed, 04 Oct 2017 10:35:48 +0000

 

په ننګرهار کې د بهسودو پُل چې پر جوړېدو یې څو کاله تېر شول اوس له پرانیستي وړاندې تخریب شوی .
پر دغه پُل د ننګرهار پنځه ولسوالۍ او دوو، کنړ او نورستان ولایتونو خلک پرې تګ راتګ کوي. 
ځايي خلک پر شرکت او حکومتي ادارو نیوکه کوي چې ددې پل پر جوړولو کې یې درغلي کړي او وايي که ژر یې غم ونه خوړل شي نو لاریونونه به پیل کړي.
ننګرهار کې د ۳۶۰ متره په اوږدوالي د بهسودو په نوم يو ستر پُل چې د کابل پر سيند رغول شوی تر افتتاح وړاندې تخريب شوی، چې ځايي خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.
دغه پُل چې د ننګرهار پنځه ولسوالۍ او د کونړ او نورستان ولايتونه له جلال اباد ښار سره نښلوي، د کار پيل، جريان او پای ټول يې له همدا ډول ستونزو ډک و.
کلونه وړاندې وروسته تر هغې چې پخوانی پُل په څو چاودنو کې ځای ځای تخريب او دغه راز پر پله د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوه، خلکو د دويم پُل د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د غوښتنې منل کېدو کلونه وخت واخېست.
شاوخوا لس کاله وړاندې پر دغه پله لومړني کارونه پيل شول، کله د سروې، کله د قرارداد ورکولو، کله د کار د پيل او کله هم د بودېجې د کمښت په نومونو خلک په انتظار کې وساتل شول، خو بلاخېره څو مياشتې وړاندې پُل ورغول شو او په موقتي ډول پرې د خلکو تګ راتګ پيل شو.
که څه هم د دغه پُل دواړو خواوو ته سړکونه لا نه دي رغول شوي او پُل رسماً نه دی افتتاح شوی؛ خو اړتيا ته په کتو ځايي ادارې موټرو ته پر پُل د تګ راتګ اجازه ورکړه.
 له دغې چارې څو مياشتې لا تېرې نه دي، چې تېره ورځ د پُل په منځنۍ برخه کې يو تخريب شوی ځای وليدل شو او حتی د پله په سوري کې لاندې اوبه ښکارېدې.
ځايي خلک وايي، نه يوازې د پُل جوړونکی شرکت بلکې ځايي اداره او د فوايد عامې وزارت هم په دغه چاره کې ګرم دي او بايد مرکزي حکومت يې پوره څېړنه وکړ.
د پُل د تخريب له خبريدو په ننګرهار کې مدني فعالان هم ډير اندېښمن او په قهر کړي او وايي، که ژر تر ژره ستونزه حل نه شي؛ نو دوی به د ولايتي ادارې پر وړاندې ستر لاريون وکړي.
د ننګرهار د ټول ګټو چارو ریس ظابط منګل وايي چې ددې پل څارنه د ولایتي اداري پورې اړه نه لري او ددې څارنه د وزارت لخوا شوی ده .
يوازې شږه او هغه هم په څلور متره مربع ساحه کې چې تخريب يې کولی شي، د يوې سترې او خونړۍ ترافيکي پېښې سبب شي.
خلک پر حکومت باندې نیوکه کوي چې اکثره قراردادونه په څو لاسونو پلورل کیږي چې بیا د کار کیفیت هم خراب وي.
بلخوا د ننګرهار کې چارواکي وايي د بهسود پل په تړوا يي شرکت مشر او دوه تنه انجینران نیولي دي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته