پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهارکې دګمارني لپاره له ۴۰۰ انجونوازموینه واخیستل شوه
نیټه: Wed, 04 Oct 2017 10:54:49 +0000

 

په ننګرهار کې  له څه باندې څلور سوه انجونو څخه دولسوالیو په روعتیايي مرکزونو کي د ګمارني لپاره ازموینه واخیستل شوه.
 دولایتي شوار غړي دازموینو له لارې د لري  پرتو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته دښځينه کارکوونکو ګمارني ته خوښ دي خو د ازموینې ګډونوالي بیا له مسؤلو چارواکو د شفافیت غوښتنه کوي. 
داد دننګرهار ولایت له لري پرتو ولسوالیوڅخه راغلي هغه څلور سوه دیرش تنه انجوني دي چې دعامي روغتیا روغتون په هغه ازموینه کې ګډون کوي چې له بریالي کېدو وروسته به ددې ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې په دندوګمارل کيږي. 
دننګرهار دعامي روغتیا روغتون چارواکي وايي چې د ازمویني دګډونوالو انجونوله ډلي به يې یوسل او پنځوس تنه ددې ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې په دندو ګمارل کيږي.
 دننګرهار د ولایتي شورا غړۍ د ازموینو له لارې ددې ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزنو ته د ښځينه کارکوونکو ټاکلو ته خوښ دي او وايي چې پدې سره به د لري پرتو ولسوالیو د هستوګنو روغتیايي ستونزې تر ډيره راکمي شی. 
د ازمویني ګډونوالې که څه هم پدې ازموینه خوښي ښيي خو د ازموینو په شفافیت هم چندان باور نلري.
 دوی وايي چې په ځلونو ځلونو يې په دا ډول ازموینو کې ګډون کړی خو د ازمویني پایلې يې شفافي نه وي خو دلته له مسؤلو چارواکو دشفافیت غوښتنه کوي.
خو دننګرهار دعامي روغتیا روغتون مسؤلین بیا له خپل اړخه په ازموېنه کي د شفافیت ډاډ ورکوي او وايي چي اجازه به ورنکړي چې څوک په ازموینه کې لاس وهنه وکړي.
 دا په داسې حال کې ده چې لا هم دننګرهار په یوشمېر نا امنو ولسوالیو کې هېڅ ښځېنه کارکوونکي شتون نلري چي له امله يې ځايې اوسیدونکي له ستونزو سره مخ دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته