پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان یو ځل بیا په ننګرهار ۲۷ توغندي توغولي
نیټه: Sat, 07 Oct 2017 10:03:48 +0000


 
 پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ کرغېړنې کرښې له پورې غاړې پر ننګرهار ولايت يو ځل بيا ٢٨ مرمۍ توغولې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١٥مه  وويل چې دا مرمۍ د نازيانو ولسوالۍ پر منځ ناو او نختر ناو سيمو پرون مازديګر لګېدلې، خو د زيانونو په اړه يې معلومات نه درلودل.
دوه ورځې مخکې په همداسې يو بريد کې يوه ښځه وژل شوې وه.
د يادونې ده، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پاکستان له خوا د ننګرهار پر ولسواليو يو ځل بيا بريدونه پيل شوي چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې د خپل منځي شخړو له امله يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په سيمه کې د عرفان په نوم يو کس خپل ورور عمران پر ډزو وژلی او له سيمې تښتېدلی دی.
هغه زياته کړه چې د پېښې څرنګوالي په اړه تر دې دمه معلومات نه دي ترلاسه شوي خو امنيتي ادارو د قاتل د نيولو او پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د والي وياند دغه راز وويل چې د مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې په دويم بلاک ساحه کې تېره ورځ دوو کورنيو خپل منځي شخړه کړې چې له امله يې د دواړو لورو شپږ تنه ټپيان شوي او په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته