پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو په بادغیس کې لس کورونه سوځولي دي
نیټه: Sat, 07 Oct 2017 10:40:37 +0000

 

د بادغیس ولایتي‌ شورا یو شمېر غړي وايي، چې د دې ولایت له ۱۵۰ زیات استوګن وروسته له هغه چې طالبانو سره یو ځای شول د دې ډلې وسله‌والو له ۱۰ زیات د دولت د ملاتړو کورونه وسوځول.
د ولایتي شورا مرستیال فرید اخیزي ویلي چې وسله‌والو طالبانو د ابکمري ولسوالۍ په سنیه‌اردو او تګاب رباط سیمو کې د استوګنې کورونه سوځولي‌دي.
د نوموړي په خبره، له طالبانو سره یو ځای شوي د قادس او جوند ولسوالیو د برج، سربیشه او ریګي کلیو اوسېدونکي‌دي.
د بادغیس د ولایتي شورا رییس وايي، چې د تېرې ورځې په نښته کې ۲ امنیتي سرتېري او ۵ طالبان وژل شوي‌دي او ځینې نور ټپيان دي، چې کره شمېر یې معلوم نه‌دی.
خو د بادغیس امنیتي مسوولان وايي، تراوسه دا شمېر خلک له طالبانو سره یو ځای شوي نه‌دي او دوي هڅه کوي د دې کار مخنیوی وکړي.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غلام سرور حیدري وویل، چې د ابکمري، قادس او جوند ولسوالیو ته یې مرستندویه ځواکونه ورلېږلي‌دي.
خو طالبانو په خپل وېب‌سایت کې لیکلي چې د قادس او جوند ولسوالیو اړوند له ۲۷ کلیو شاوخوا ۲۰۰ ځايي استوګن د خپلو وسلو سره دغې ډلې ته ورغلي‌دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته