پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار ته د امنیتي حالت ارزونې په موخه پلاوی راغلی
نیټه: Sat, 07 Oct 2017 13:44:02 +0000


 
 له مرکز څخه ننګرهار ته راغلي لوړپوړي پلاوي د دغه ولايت د وروستي امنيتي او سياسي حالت  ارزونه پيل کړه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١٥مه وويل چې د ملي امنيت شورا د لومړي مرستيال سليمان کاکړ په مشرۍ دغه پلاوى د ولسمشر د ځانګړې لارښوونې له مخې نن جلال اباد ښارته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې دغه پلاوى به د ننګرهار له والي، امنيتي ادارو له چارواکو، علماء کرامو، ځوانانو او مدني ټولنو سره جلا ناستې ولري.
د خوږياڼي په وينا، په ياد پلاوي کې دغه راز د ملي دفاع وزارت د کشف مرستيال هلال الدين هلال، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې اداري مرستيال عبدالمالک صديقي، د ملي امنيت عمومي رياست د مشورتي بورډ رييس تورن جنرال عمر عزيزي، د امنيت شورا د سیاسي چارو رييس داوود لغمانی او د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال مسعود احمد عزيزي شامل دي.
د والي وياند وايي، پلاوى جلال اباد ته له رسېدو سره له والي ګلاب منګل او د امنيتي ارګانونو له مشرانو سره ځانګړې ناسته وکړه او د ننګرهار ولايت پر امنيتي او سياسي حالت يې ورسره خبرې وکړې.
د هغه په وينا، د امنيت شورا لومړي مرستيال او د راغلي پلاوي مشر سليمان کاکړ وويل، چې ننګرهار ته يې د راتګ موخه د امنيتي او سياسي وضعيت ارزول او هم به د دغه سفرپه ترڅ کې له ديني عالمانو، قومي مخورو او نورو بېلابېلو بنسټونو سره ناستې وکړي .
خوږياڼى وايي، سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمدګلاب منګل راغلي ګډ پلاوي ته د دغه ولايت د وروستي امنيتي او سياسي وضعيت په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل .
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د هېواد او سولې دښمنانو هڅه پيل کړې چې په ننګرهار کې د ملي امنيتي ځواکونو سرښندنې او نورې لاسته راوړنې د ناسمو تبليغاتو له لارې زيانمنې کړي خو په خبره يې چې هغوی خپلو دغو شومو موخو ته ونه رسېدل.
د ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري، د ملي امنيت رييس تورن جنرال صبورخان ثابت، د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل او د عامه نظم د اوومې لوا قوماندان بريد جنرال نصيراحمد ساپي هر يو په جلا توګه د خپلو لاسته راوړنو او پرتو ستونزو په تړاو پلاوي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل .
هغوى وويل چې په دغه ولايت کې د ملي امنيتي ارګانونو په بشپړه همغږۍ د دښمنانو ځالي له منځه وړل شوې او ډېرې سيمې يې له هغوی پاکې کړې دي .
دغه پلاوى په داسې حال کې ننګرهار ولايت ته سفر کړى چې په دې وروستيو کې په ټول ننګرهار ولايت او په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې امنيت خراب شوى، د چاودنو او بريدونو تر څنګ د ترور پېښې هم  زياتې شوې دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمرى وايي چې د پلاوو په تګ راتګ امنيت نه شي راتلى، څو چې دولت عملي اقدامات ونه کړي.
هغه وويل چې د ننګرهار خراب امنيتي حالت د خلکو اندېښنې سختې زياتې کړې او خلک يې کډې کولو ته اړ کړي دي.
نوموړي له راغلي پلاوي وغوښتل چې د چارواکو تر څنګ له مدني ټولنې، وکيلانو او عامو خلکو سره وګوري، څو د امنيت په اړه سم معلومات ترلاسه کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته