پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نېکلسن وايي افغان هوايي ځواک د سېمي په کچه بېساری دی
نیټه: Sun, 08 Oct 2017 10:30:09 +0000

 

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي د افغانستان هوايي ځواکونو د نړۍ په کچه بېساری دی.

نوموړي ویلي د افغانستان له هوایي ځواکونو سره د نويو چورلکو مرسته دښمن ته د هغوی د ځپلو او ماتې واضح پیغام دی

ده ویلي  وسله والو مخالفینو د تلفاتو کچه لوړه شوې ،مورال یې بایللی او د افغان  ځواکونو تر فشار لاندې دي

د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وايي چې د افغانستان امنیتي هوایي ځواکونه د نړۍ په کچه بېساري دي او ډېر محدود هېوادونه دومره پیاوړی او ځوان ځواک لري.

جنرال جان نیکولسن زياته کړه، د افغانستان له هوایي ځواکونو سره د بلک هاک چورلکو مرسته دښمن ته د هغوی د ځپلو او ماتې واضح پیغام دی، نو خپله لاره وټاکئ، افغان وژنه بس کړئ او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدئ، خپل او د کورنۍ راتلونکی مو جوړ کړئ، کنه د افغانستان د هوایي ځواکونو له بریدونو به خوندي نه شئ.

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ کندهار کې افغان دولت ته د بلک هاک چورلکو د تسليمۍ په مراسمو کې کړې دي.

هغه زياته کړه، د ترهګرۍ پر ضد جګړه یوازې د افغانستان او منځني ختیځ جګړه نه ده او نه هم یوازې د القاعده، طالب او حقاني شبکې پر ضد ده، بلکې دا د بشریت ضد دښمنانو پر ضد جګړه ده.

نوموړي د ترهګرو ملاتړ کوونکو ته وویل، تاسو د یو لرې هدف ملاتړ کوئ، طالبان د نړیوالې ټولنې، امریکا متحده ایالتونو او ناټو د نوي شوي هوډ له مخې نه شي بریالي کېدلی؛ ځکه هغوی د خپلو هیلو خلاف د ولایتونو د مرکزونو په نیولو کې پاتې راغلي.

هغه زیاته کړه، داعش په تېښته کې دی، د طالبانو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې او مورال یې بایللی دی؛ ځکه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر فشار لاندې دي.

جنرال نیکولسن د ولسمشر غني سږنۍ تګلاره بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه، د افغانستان امنیتي هوایي ځواکونه د نړۍ په کچه بېساري دي او ډېر محدود هېوادونه دغومره پیاوړي او ځوان ځواکونه لري.

د هغه په وينا، دغه ځواکونه هره ورځ خپلې وړتیاوې ازمایي او د جنګ په ډګر کې د خپلو ځمکنیو ځواکونو ملاتړ کوي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وویل، د افغانستان هوایي ځواکونه په منځني ډول د ورځې پنځلس عملیات کوي او دغه شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او دوی په بریالیتوب خپل ځان ثابت کړی دی.

جنرال نیکولسن زياته کړه، د افغانستان له هوایي ځواکونو سره د بلک هاک چورلکو مرسته دښمن ته د هغوی د ځپلو او ماتې واضح پیغام دی، نو خپله لاره وټاکئ، افغان وژنه بس کړئ او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدئ.

هغه د افغانستان هوایي ځواکونو ته ورکړل شوو نوو چورلکو ته په اشارې سره وویل،  دغه چورلکې چې دلته یې وینئ، دا افغان ځواکونو ته د ولسمشر غني راتلونکی لید څرګندوي.

نوموړي وويل چې د امریکا متحده ایالتونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په استازیتوب وايي چې په دې جګړه کې له افغانانو سره دي او تاسو سره به پاتې شي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د دې مراسمو نمانځل ځکه مهم دي چې د لوی کندهار د سترو مشرانو په حضور کې ترسره کېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته