پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي : ملاهبت الله له پاکستان څخه هلمند ته راغلی
نیټه: Sun, 08 Oct 2017 10:48:31 +0000

 

د کندهار امنيه قوماندان وايي د طالبان مشر له پاکستان څخه هلمند ته تللي او یو شمیر طالب وسله والو سره یې کتلي دي.

دغه قوماندان ویلي چې ملا هیبت الله خپلو کسانو ته د جنګي تاکتیکونو تغیر او د داعش وسله والو سره نه مخالفت لارښونه کړي.

قوماندان وايي، ملا هبت‌الله او ملګري يې په موسی کلا  کې له دوو ورځو تیرولو وروسته بیرته پاکستان ته ستون شوی.

کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله له پاکستانه د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته‌يې خپلو وسله‌والو ته د هوايي عملیاتو په مقابل کې د جنګي تاکتیکونو د بدلېدو او له داعش وسله‌والو سره د نه‌مخالفت امر کړی دی.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق  رسنیو ته ویلي  چې د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله ۱۱ ورځې مخکې د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. اس. ای» د غړو په مرسته د پاکستان د بلوچستان د ګریجنګل او د هلمند د بهرامچي د لارې موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته‌یې د خپلې ډلې د نږدې ۱۵ ولایتونو د نظامي مسؤلینو او وسله‌والو سره لیدلي دي.

د جنرال رازق په وینا، ملا هبت‌الله وسله‌والو طالبانو ته ویلي چې د دوی او د داعش وسله‌والو هدف یو دی او له دې وروسته دې مخالفت نه‌ورسره کوي.

جنرال رازق وايي، ملا هبت‌الله سره په دې سفر کې د طالبانو د استخباراتو مشر ملا شیرین، د مالي کمېسیون مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېسیون مشر صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسؤل نعیم بړېڅی ملګري وو.

قوماندان وايي، ملا هبت‌الله او ملګري يې په موسی کلا کې له ۲ ورځو تېرولو وروسته، بېرته د بهرامچي له لارې پاکستان ته انتقال شوي دي.

د هلمند ځايي چارواکو د جنرال عبدالرازق د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي رسنیو په یوه استولي پیغام کې له وسله‌والو طالبانو سره د ملا هبت‌الله لیدنه او د هغوی له کارونو څارنه یوه عادي پروسه بللې، خو له داعش سره د جګړې نه‌کولو خبره‌یې رد کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته