پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

الکوزې وايي دننګرهاروالي دیوې دسیسې له مخې نیولی وم
نیټه: Sun, 08 Oct 2017 11:31:17 +0000

 

دالینګار الکوزي شرکت مشر وايي چې د والي په امر یې نیول غیري قانوني عمل وو او اوس دخپل شخصیت اعاده غواړي.

 ددې شرکت مشر د پل تخریب د خپل ځان پر وړاندي توتیه بولي او وايي چې پل په لوی لاس دکیمیاوي موادوو په واسطه تخریب شوی.

خو ولایتی اداره بیا ددې شرکت د مشر نیول خپل مسؤلیت بولي او وايي هر هغه شخص چې په ملي پروژو کې خیانت وکړي وبه نیول شي .

 دبهسودو پل چي له کلونو کلونو ځنډ وروسته يي چاري بشپړي شوي او څو میاشتي وړاندي پري دخلکو تګ راتګ پیل شو خوپه په رسمي ډول له تسلیمید وړاندي دپل ځيني برخي تخریب شوي چي له امله يي دننګرهار ولایت د هستوګنو غبرګونونه پاریدلي او تیره اونۍ دیادپل دجوړوونکی شرکت مشردننګرهار دوالي په امر ونیول شو خو دشرکت مشر دپل تخریب دځان پر وړاندي توتیه بولي او وايي چې پل په لوي لاس دکیمیاوي موادو داستعمال له امله تخریب شوی

دالینګا ر الکوزی شرکت مشر نور محمد الکوزی دیاد شرکت مشر وايي چې دمرکزي حکومت له لوري دټاکل شوی پلاوی څيړنو ته په تمه دی او دهغوی هر ډول پریکړه مني خو دوالي په امر نیول کیدل خپل سپکاوی بولي اودشخصیت داعادي غوښتنه کوي

دالینګا ر الکوزی شرکت مشر نور محمد الکوزی خو دننګرهار والي په ټولګټو پروژو کي دفساد کوونکو پروړاندي داسی چلند خپل مسؤلیت بولی او ګواښ کوي که له دي وروسته په نورو داډول پروژو کي فساد وشی او پروژي په سم ډول پلي نشي نو له عاملینو سره به يي له دي هم سخت چلند کوي

د ننګرهار ولایتي اداره وايي چي له دي وړاندي هم په غیري معیاري توګه دیاد پل دجوړیدو خبري کیدي چي ولایتي اداري په خپل وخت مرکزي حکومت ته ددي پل دارزوني په موخه وړاندیز کړی وه

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته