پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کندهار کي هوایي ځواک ته ۴ بلېک هاک چورلکي وسپارل شوې
نیټه: Sun, 08 Oct 2017 11:36:35 +0000

 

ددغه چورلکو د سپارلو مراسمو ته افغان ولسمشر او د کابینې یو شمېر غړي هم راغلي وه .

ددغه مراسمو پر مهال په افغانستان کي د ناټو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن وویل چي د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړي کېدو په موخه به خپلي هلي ځلي زیاتي کړي .

په کندهار کي افغان هوایي ځواک ته څلور د بلېک هاک چورلکي وسپارل سوې .

ددغه چورلکو د سپارلو په مراسمو کي  افغان ولسمشر اشرف غني ، د کابینې یو شمیر غړي . په افغانستان کي د ناټو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن ګډون کړی وو .

په افغانستان کي د ناټو قوماندان جنرال نیکلسن وایي چي دوی د  افغان هوایي ځواک د  لا پیاوړتیا په موخه هڅه کوي .

هغه وایي چي دوی به د دښمن د ځپلو په موخه د افغان ځواکونه سره اوږه پر اوږه ودریږي او په هره  برخه کي به خپلي مرستي دوامداره وساتي .

جنرال نیکلسن وویل چي ددغه بلېک هاک چورلکو په درلودلوسره به  د ښمن سخته ماته وخوري او  افغان ځواکونو به په هر عملیاتو کي بریالي وي .

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا ددغه مرستي څخه مننه وکړه او وې ویل چي د څلورو کلونو په مده کي افغان هوایي ځواک مجهز سي او تر ډیره به افغانستان یو قوي ځواک ولري .

ویل کیږي چي امریکا به د ځلورو کلونو په جریان کي ۱۵۸ الوتکي افغان هوایي ځواک ته په واک کي  ورکړي چي له دې شمیر څخه  به ۴۰  بلېک هاک وي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته